افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شرکت له یوه کال څخه په کمه موده کې د ۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یتیم طاق د ګازو په ساحه کې د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره دوه څاګانې کیندلو ته چمتو کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی رئیس شهاب الدین دلاور وايي، د دغو څاګانو د کیندلو په بشپړېدو سره به هره ورځ ۳۰۰ زره متر مکعب ګاز استخراج شي، چې له دې لارې به ۶۰ زره ډالره عواید ترلاسه شي.
ده وويل، چې له دغو څاګانو به د برېښنا د توليد په برخه کې کار اخيستل کېږي.
د کانونو او پټروليم وزارت پخواني رئيس زياته کړه، چې د هېواد په نورو ګازو ساحو کې به د څاګانو د کيندلو قرارداد ډېر ژر پاى ته ورسېږي.
د هغه په وينا، يوه بهرنۍ کمپنۍ غواړي چې د توتيميدان د ګازو په ساحو کې يو ميليارد ډالره پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي ویلي، چې زموږ هېواد به ډېر ژر د تېلو او ګازو د صادرونکو هېوادونو د ریل ګاډي پر لور ولاړ شي.