افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د څه باندې پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو د منظورۍ خبر ورکړل شوی دی.
ویل شوي، چې دغه کمېسیون د څه باندې ۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه او د درېیو نورو پروژو قراردادونه تعدیل کړي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د اجنډا له مخې ۲۲ پروژې د بحث او بیا کتنې لپاره وړاندې شوې چې له دې جملې څخه د ۱۲ پروژو قراردادونه تعدیل او د درېیو پروژو قراردادونه تعدیل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې موخه د ۷ نورو پروژو د قراردادونو په اړه هم ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې یادې پروژې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
ویل شوي، چې په پلان شویو او تدوین شویو پروژو کې د یو شمېر ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس-فاریاب لویې لارې د دویمې برخې د کرېړ اچول او د بادغیس-فاریاب لویې لارې د استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.