دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 293173
په بامیان کې د ګازو د بالون د چاودنې له امله اورلګېدنه
د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې پرون له غرمې مخکې د ګازو د يوه بالون د چاودنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده. ويل کيږي چې دغه اورلګيدنه د اور وژنې د عملياتو په وخت سره پاى ته ورسيده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پرون یکشنبه د سرطان په ۱۷ مه د بامیان په بازار کې د ګازو د یوه بالون د چاودنې له امله اور ولګېد.

ده وويل چې په دې اور لګېدنه کې ځاني زيان نه دى اوښتى او يواځې دوه تنه ټپيان شوي دي. دغه راز يو شمېر دوکانونه هم سوځېدلي او مالي زيانونه يې اړولي دي.

ويل شوي دي چې د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي له پيښې وروسته د اور وژنې د پيښې ځاى ته ورغلى و او د باميان ولايت د امنيه قوماندانۍ او د هوايي ډګر د اور وژنې عملياتي ټيم د اور لمبې کنټرول کړې.
https://avapress.net/vdca0enue49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته