افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په ۲۷۵مه ورځ د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۱۵۳ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه وزارت په وینا، د اسرائیلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې درې ډله ییز قتلونه ترسره کړل چې په پایله کې یې ۵۵ تنه شهیدان او ۱۲۳ تنه ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې د غزې په تړانګه کې نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
دا هم ویل کیږي چې شاوخوا لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې لادرکه دي.