افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر شاو لي د عامې روغتیا له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې غونډه کې د خوارځواکۍ ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر پراختیا او د تغذیې په برخه کې د نورو ملاتړي پلانونو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي د دغې موسسې د هلوځلو قدرداني وکړه او په افغانستان کې يې د نړيوال خوراکي پروګرام د خدمتونو د دوام او پراختيا غوښتنه وکړه.