افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دغه وزارت له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره وکتل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ، د درمل جوړولو په برخه کې د تجربو پر شریکولو، د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو پر لوړولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.