دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 293193
د لوړو زده کړو وزارت په بهر کې د استادانو د ګوښه کولو خبره رد کړه
د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې په بهر کې د استادانو د ګوښه کولو په اړه د ځینو رسنیو راپور له حقیقته لرې دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ځینو رسنیو د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې هغه استادان چې د وزارت له اجازې پرته بهر دی، خپلې دندې به له لاسه ورکړی.

خو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې چې د هغو استادانو بستونه اعلان کړي چې په بهر کې زده کړې کوي او له دغه وزارت سره په اړیکه کې دي.

وزارت زیاتوي چې د دغو استادانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
https://avapress.net/vdcco1qi12bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته