دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 293202
په پنجشېر کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۱ ښوونځیو بیارغونه
د پنجشیر ولایت مقام اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې به د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۱ ښوونځي بیا ورغول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وایي، په روان لمریز کال کې به د ۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۳۱ ښوونځي ورغول شي. 

د چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پنجشېر کې ١٢٨ ښوونځي شته، چې ٢٦ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال په پنجشير کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت ٥٣ ښوونځي رغول شوي وو.
https://avapress.net/vdcdzs0xxyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته