افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه بند د درې میلیونه درې سوه زره افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د اته زره درې سوه اتیا متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
د دغه بند په پرانیستلو سره د احتمالي سیلابونو د مخنیوي ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شوه.
تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په موخه په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د انتقال بندونه جوړ کړي دي.