افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د غنمو، انګورو او بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه، د انګورو ۴۰ سلنه او د کدو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ځايي چارواکي د کرنيزو حاصلاتو د زياتوالي لامل پرله پسې بارانونو، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او د بوټو د درملو وېش بولي.