افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد په ګمرکونو کې د ترسره شوو تخنیکي چارو د ارزونې په موخه د د ګمرک عمومي رییس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ګمرکونو د فعالیتونو په اړه عمومي راپور وړاندې شو، چې له مخې یې د هېواد ګمرکونو د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو دوو میاشتو په پرتله د هېواد د ګمرکونو فعالیت ۲۳،۳ سلنه ډېر شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د ګمرکونو له لارې له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه هم د پخوا په پرتله زياته شوې ده.