افغان غږ خبری آژانس: د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله د وژل شویو ۶ کسانو خپلوانو ته د دغه ولایت د والي په حضور کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې له خوا نغدي مرسته وشوه.
ويل شوي دي چې نن د باميانو ولايت د مرکز يکاولنګ د لومړۍ او دويمې ناحيې د قرغيو او فولادي ولسواليو په ګډون د وژل شويو شپږو کورنيو ته شپږ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وويشل شوه.
په همدې حال کې د بامیان والي د یکاولنګ لومړۍ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې پر یو شمېر زیانمنو شویو کورنیو نغدي مرستې وویشل.