دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 293235
د ترانسپورت وزارت په کابل کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د فعالیت مخه ونیوله
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په کابل ښار کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي ستونزو او په دغو موټرو کې د زیاتو څوکیو له امله درول اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په کابل ښار کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي ستونزو او په دغو موټرو کې د زیاتو څوکیو له امله درول اعلان کړی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، دغه اقدام د دغه وزارت د تخنیکي خدمتونو د ساتنې ریاست له خوا د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۴۶۵ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي وضعیت تر ارزونې وروسته شوی دی.

تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسافر وړونکو موټرو له خاوندانو غوښتي وو، چې د دغه وزارت له قانون سره سم خپل موټرونه معياري کړي.
https://avapress.net/vdcjtte8iuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته