افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې په لومړۍ غونډه کې چې مشري یې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د آقينې - اندخوى د اورګاډي پټلۍ په لومړي پړاو کې د ٣٠ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه خبري وشوي او د څېړنې لپاره يو کمېسيون هم وګومارل شو.
دغه راز په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له قراردادي شرکتونو سره دې د کابل-کندهار د لویې لارې د بیارغونې په موخه له کابل څخه تر غزني پورې د سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړي او له قراردادیانو سره دې شریک کړي.