دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 293253
د رسمیت نه پېژندنه افغانستان له پرمختګ څخه نه شي راګرځولی
نږدې درې کاله کیږي، چې اسلامي امارت پر افغانستان حاکم دی او د الله ج په نصرت به دغه موده لسګونو او سلګونو کلونو ته رسیږي.
د واک په لومړیو کې فکر کېده، چې ګوندې اسلامي امارت به له رسمیت پېژندنې پرته دوام را نه وړي او یا به هم وه نه شي کولی، چې د هېواد چارې سمبال کړي، خو د وخت په تېرېدو سره موږ او تاسو ټولو ولیدل، چې د هېواد چارې په بریالیتوب سره سمبال شوې، د پوځ، پولیسو او استخباراتو لیکې منظمې شوې او دغه راز اداري سیستم روان وساتل شو.

د هېواد، خلکو او اسلامي امارت دښمنانو فکر کاوه، چې ګواکې د کابل حکومت نه شي کولی په مالي لحاظ د بهرنیو له مرستې پرته په یواځې ځان حکومت وچلوي، خو برعکس نه یواځې دا چې پخوانۍ کورنۍ مالي سرچینې یې له فساد څخه پاکې کړې؛ بلکې نوې سرچینې یې هم رامنځته کړې، چې اوس د سیمې په کچه د ځینو هېوادونو له مالي سیستم څخه پورته سیستم لرو او اقلاً د ځینو هېوادونو په څېر له (ای اېم اېف) څخه میلیاردونه ډالر پوروړي نه یو.

د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو ستونزه دا ده، چې ولې افغانستان وروسته له ډېر وخت وروسته یو واحد نظام او مرکزي قوي حکومت لري، نو هڅه کوي په خپل ټول توان سره افغانستان او افغانانو ته ورکړل شوی دغه لوی نعمت له منځه یوسي.

خو اسلامي امارت په سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولو ډګرونو کې د دښمن د دغو هڅو پر وړاندې مبارزه کوي او هېڅکله به اجازه ورنکړي، چې د افغانانو د هیلو او ارمانونو پر وړاندې ستونزې جوړې شي.

نو بهرنیان باید پوه شي، چې تېر نږدې درې کاله د دې شاهد دي، چې اسلامي  امارت افغانانو ته منلی نظام دی او چارواکي او زمامداران یې د افغانانو له منځه راپورته شوي خلک دي، پکار ده، چې د افغانانو پر وړاندې له هرډول دسیسو څخه لاس واخلي او پرېږدي، چې افغانان خپل وطن په خپله جوړ کړي.باختر
https://avapress.net/vdcjite8tuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته