دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 293254
بهر مېشت افغان کادرونه: د افغانستان شرایط له هغو سره ډېر توپير لري چې په بهر کې یې خلک د رسنیو له لارې ګوري
د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې استازو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، د افغانستان شرایط له هغو سره ډېر توپير لري چې په بهر کې یې خلک د رسنیو له لارې ګوري.
افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د یادې ټولنې غړیو، په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټینګښت او د سراسري امنیت پر تامین خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې چې، چمتو دي د افغانستان په رغونه او اقتصادي پياوړتیا کې همکاري وکړي. 

یادو افغان کادرونو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان شرایط له هغو سره ډېر توپير لري چې په بهر کې یې خلک د رسنیو له لارې ګوري».

هغوی ویلي دي:«هېڅوک په افغانستان کې جګړه نه غواړي او نه د جګړه غوښتونکو ملاتړ کوي؛ بلکې افغانان د باثباته اسلامي نظام ملاتړ کوي چې ټول افغانان پکې راټول او حقونه یې خوندي وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هم ویلي چې د هر افغان مشورې ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.

هغه زیاته کړې چې اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او مسئولین ټولو هېوادوالو ته له تبعیض او توپير پرته د خدماتو وړاندې کولو او د ستونزو د حل کولو مکلفیت لري. 

سیاسي مرستیال زیاته کړې چې په اسلامي نظام کې نشه يي توکي، فساد او زورواکي شتون نه لري؛ غصب پای ته رسېدلی او د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې چې دا مهال د ټولو ولایتونو ترمنځ په حلقوي او ولایتي سړکونو کار پیل شوی او یا به په نږدې راتلونکې کې پیل شي؛ پانګونې پراختیا موندلې، بودجه له داخلي عوایدو پوره کېږي او د برېښنا، روغتیا او پوهنې په برخه کې پر اساسي پروژو کار روان دی.

هغه دغه راز ټولو افغانانو ته بلنه ورکړې چې هېواد ته راشي او په ډاډه زړه خپل باعزته ژوند ته دوام ورکړي او د هېواد په آبادۍ او رغولو کې ونډه واخلي.

هېره دې نه وي چې د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې استازي، په دغو وروستیو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي چې مشري یې ډاکټر عبدالمتین صافی کوي./باختر
https://avapress.net/vdcamenuy49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته