افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د جاپان سفیر د دوحې ناسته مهمه بللې او ويلي يې دي، چې د اسلامي امارت ګډون او د دوه اړخیزو ناستو دوام تعامل ته ښه زمینه برابره کړې ده.
هغه خصوصي سکتور ته د آسانتياوو برابرولو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او زیاته کړې يې ده چې جاپان له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت قاطع مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل معيشت لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د جاپان سفیر، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال هم په خپلو خبرو کې، له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ؛ هیله ښودلې چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.
سياسي مرستيال د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه یاده کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې ملګرو ملتو سازمان د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي او اسلامي امارت توقع لري، چې د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه لرې شي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او هېچاته ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد استفاده وکړي./باختر