افغان غږ خبری آژانس: یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د تخنیک او وسلو مدیریت د حمايوي کنډک د تخنیکي ټیمونو له لوري ۱۲۵ هاموې ټانګونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترمیم شویو وسایطو کې ۲۰هاموې امبولانسونه هم شامل دي.
سرچینې ټینګار کړی، چې د ملي اسلامي اردو ټول منسوبين؛ د بیت المال اړوند د اجناسو د ساتنې او حفاظت لپاره په کلکه ولاړ دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري هم وړمه ورځ ۲۳ بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي وو./باختر