افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي پرمختیایي شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د بلخاب د ډبرو سکرو په فابریکه کې څه باندې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دغه شرکت د مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه جوړ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت د نظام له رامنځته کیدو وروسته د هیوادوالو لپاره د کار د زمینې د رامنځته کولو هڅې روانې دي.