دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 293268

د کابل په لوېدیځ کې د حسیني بیرغونو راټولول

امنیتي چارواکي: دا کار د شیعه علماوو له فرهنګي کمیسیون سره د هوکړې له مخې شوی!
د کابل په لوېدیځ کې د حسیني بیرغونو راټولول
د کابل د لویدیځ یو شمیر اوسیدونکو خبر ورکړی چې د اسلامي امارت عسکرو له تیرې شپې راهیسې د دشت برچي سړک په ځینو برخو کې د امام حسین (ع) د عزادارۍ بیرغونه راټول کړي دي. په همدې حال کې د کابل ولايت امنيتي مسوولينو ددغې پيښې په تاييدولو سره ويلي دي چې دغه کار دفرهنګي کميسيون له موافقې سره سم چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او شيعه علماوو په ګډون جوړ شوى دى ترسره شوى دى . له هرات ولایت څخه هم د امام حسین (ع) د عزادارۍ د بیرغونو د راټولولو خبرونه د عامه سرچینو له خوا ورکړل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل په لویدیځ کې د دشت برچی سړک یو شمیر اوسیدونکی او هټیوال وایی چې د امام حسین (ع) د عزادارۍ بیرغونه، د خيرت ورکولو سبیلونه د اسلامی امارت ځواکونو له لوری ټول شوی دی. 
 
خو د کابل په لوېدیځ کې د دیارلسمې امنیتي حوزې امر مولوي شمس الله حماد د سې شنبې په ورځ افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دا کار يي د فرهنګي کمېسیون د هوکړې له مخې چې د دغه کمېسیون د استازو په ګډون ترسره شوي ترسره کړي دي. 
 
"په هوکړه لیک کې راغلي چې که څوک سبیل جوړوی (د خیرات ورکولو ځای)، د جومات امام او د کلي وکیل باید خبر وی او په ځانګړې توګه دا ویل شوي چې پر عامه سړک باید جوړ نه شي، د جومات څنګ ته جوړ شي او د جومات د ملا تر څارنې لاندې وي."
 
مولوي حمد په داسې حال کې چې له دشت برچي سړل څخه د حسیني بيرغونو ټولول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له خوا تاييد کړ وويل چې تيره شپه د حسيني بيرغونو  د ټولول د شیعه علماو په همغږي راغونډ شوی دی.
 
هغه دا هم زیاته کړه چې په جوماتونو او حسینیه کې د حسیني بیرغونو په لګولو هیڅ بندیز نشته.
 
د کابل په لویدیځ کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارواکي ونه ویل چې ولې د امام حسین (ع) د عزادارۍ بیرغونه ښکته شوي دي.
 
یو تن د کابل اوسېدونکي د اسلامي امارت په چارواکو غږ وکړ چې د حسیني بیرغونو د ټولولو په اړه په خپله پریکړه له سره غور وکړي.
 
په همدې حال کې سید مهدي چې د دشت برچي پر سړک د موټرو پلورنځی لری وویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو دوی ته نن سهار د شیعه عالمانو له خوا لاسلیک شوی لیک وښود چې د حسیني بیرغونو د ښکته کولو غوښتنه کوي.
 
نوموړی زیاتوي، چې دا وزارت ورته ویلي، چې که حسیني بیرغونه ښکته نه کړئ، موږ به ستاسو د موټر پلورنځی وتړو.
 
د دشت برچي یوه اوسېدونکي علي رضا افغان غږ خبری آژانس ته وویل، د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه د امام حسین (ع) بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې د اسلامي امارت بیرغ نصب کړ.
 
هغه وايي، هغه پوښتنه لري چې که پر سړکونو د امام حسین (ع) د بیرغ نصبول عامه نظم ګډوډ کړي، نو د نورو بیرغونو نصبول به څنګه عامه نظم ګډوډ نه کړي؟
 
تر دې مخکې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو چې د اسلامي امارت د یو شمېر وزارتونو د استازو په ګډون د محرم او عاشورا په مناسبت امنیتي او فرهنګي کمېټې جوړې شوې دي.
 
هغه وويل چې په دغو دواړو کميټو کې د شيعه ګانو استازي هم شتون لري او د کميټو کارونه به په همغږۍ او مشوره ترسره کيږي او د دغو کميټو ټولې پريکړې د شيعه عالمانو په همغږۍ ترسره کيږي.
 
په همدې حال کې په هرات ولایت او ښار کې د عامه سرچینو له خوا د امام حسین (ع) د عزادارۍ د بیرغونو د راټولولو په اړه راپورونه خپاره شوی دی.
 
په دې اړه له هرات څخه یوې سرچینې ابنا خبري اژانس ته ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د محرم په لومړۍ شپه د هرات ښار د جبریل په سیمه کې د ماتمیانو بیرغونه را وغورځول.
 
د سرچينې په وينا، دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا په سيمه کې د امنيت د ټينګښت په موخه شوي دي.
 
 
د سرچينې په وينا، د اسلامي امارت دوو عسکرو بيګا شپه د حاجي عباس په ګاونډ بازارچه سيمه کې له دروازې څخه د ماتمي بيرغ ښکته کړ.
 
سرچينه دا هم وايي، چې امنيتي ځواکونو هغه دوه هټيوال نيولي، چې په هرات کې د شيعه علماوو د شورا دفتر ته د ماتم بيرغ اوچتولو لپاره تللي وو.
 
تېر کال هم امنیتي ځواکونو د محرم په میاشت کې په کابل او غزني کې ورته عملیات وکړل، چې د خلکو غوسه یې راوپاروله.
 
د شیعه علماوو شورا تر دې مخکې د محرم او عاشورا په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې وه او له اسلامي امارت یې غوښتي وو چې د حسیني ماتم په موده کې د امنیتي ځواکونو له حساسو چلندونو ډډه وکړي.
https://avapress.net/vdcfvmd0cw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته