افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د سرطان ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار د عامه امنیت ریاست د محرم میاشتې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونه د هېواد له ټولو خلکو په ځانګړې توګه د کابل له شریفو خلکو سره ژمنه کوي چې امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ د هېوادوالو امنیت تامینوي.
د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې معینیت د خلکو او هېواد د امنیت تامین او ساتنه یو ستر ویاړ ګڼي او له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د کابل له خلکو غواړي چې د امنیت په تامین کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تر دې وړاندې
افغان غږ خبری آژانس ته ډاډ ورکړی و، چې د محرم لسیزې او عاشورا په ورځو کې به امنیت ټینګ شي.