افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څه باندې شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د دغه وزارت او سیمه ییزو ادارو ترمنځ د همکارۍ پنځه تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د يادو شويو يادښتونو پر بنسټ، د افغانستان د روغتيا او ټولنې د بيارغونې انسټيټيوټ په بلخ، بدخشان، جوزجان، سرپل، سمنګان، او په ولايتونو کې د يو زرو ١٢٠ کورنيو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې شپږ ميليونه ١١٥ زره ٣١٨ ډالره ځانګړي کړي دي.
ویل شوي، چې په افغانستان کې د پانګونې د زمینې برابرولو انسټیټیوټ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم د ۵۰ کسانو لپاره د سیمینارونو او د ۳۰ کورنیو لپاره د مالي او تخنیکي مرستو په برخه کې ۲۳۷ زره ډالره لګوي.
د يادونې وړ ده، چې ياد شوي تفاهم ليکونه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد له خوا د يادو بنسټونو له استازو سره لاسليک شول.