افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون سه شنبه د سرطان په ۲۰مه، د کابل د لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکو د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د امام حسین (ع) د عزادارۍ د بیرغونو د ټولولو په اړه خبر ورکړي وو.
له دې راپور سره سم د کابل په لویدیځ کې د دیارلسمې امنیتي حوزې امر مولوي شمس الله حماد له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې دا خبره تائید کړه او ویې ویل چې دا کار د فرهنګي کمیسیون د استازو په ګډون د هوکړې له مخې شوی دی.
خو د افغانستان د مذهبي چارو د تنظیم د عالي شورا ویاند حجت الاسلام والمسلمین عبدالله افضلي پرون (سه شنبه د سرطان ۱۹مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې د افغان ځواکونو د دغه اقدام په اړه وویل. د اسلامي امارت له لوري د دې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی چې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.
نوموړي وویل چې د بندیزونو د لیرې کولو په موخه به ډېر ژر د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا ستونزه به هواره شي.
په ورته وخت کې د کابل په لویدیځ کې د حسیني ماتم پلویان له اسلامي امارت څخه په جدي توګه د دغو بندیزونو لرې کول غواړي.
تر دې وړاندې د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي وو، چې د محرم او عاشورا په ورځو کې د یو شمېر وزارتونو د استازو په شتون سره امنیتي او فرهنګي کمېټې جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې په دغو دواړو کمېټو کې د شيعه ګانو استازي شتون لري او د کمېټو کار به د هغوى په همغږۍ او مشوره پرمخ ځي او د دغو کمېټو ټولې پرېکړې د شيعه عالمانو په همغږۍ ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د امام حسین (ع) د ماتم د بیرغونو د راټولولو په اړه د عامه سرچینو له خوا راپورونه خپاره شوي دي.
تېر کال هم د محرم په مياشت کې امنيتي ځواکونو په کابل او غزني ښارونو کې ورته کړنې ترسره کړې وې، چې د خلکو د نارضايتۍ لامل شوې وې.
د شیعه علماو شورا د محرم او عاشورا د حسینی د ورځو په مناسبت په یوه بیانیه کښې له اسلامی امارت وغوښتل چې د حسینی ماتم په ورځو کښې د امنیتی ځواکونو له حساسو چلندونو مخنیوی وکړی.