افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۲۴۳ او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره او ۳۳ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۰ کسان شهیدان او ۱۳۰ نور ژوبل شول.
باید یادونه وشي چې د صهیونیسټي رژیم د حملو په سلو کې اویا قربانیان ښځې او ماشومان دي.