افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د مرستو له امله قدرداني وکړه او په بغلان کې يې د وروستيو سيلابونو له زيانونو سره د اساسي مرستو غوښتنه وکړه.
د بغلان والي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د نړیوال امنیت، د فساد د له منځه وړلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د اسلامي امارت په نظام کې د ټولنې د ټولو طبقو د شتون یادونه وکړه.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې استازې روزآتنبایوا په بغلان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او په مسلکي او سوداګریزو برخو کې د ښځو له حضور څخه خوښي څرګنده کړه او په ټولنه کې یې د ښځو د لا زیات حضور غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو استازي زیاته کړه: له سیلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې شوي او هڅه کوو چې د سیلاب ځپلو لپاره د دغه ولایت په همکارۍ بنسټیز کارونه ترسره کړو.