افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په مسکو کې د سیمې د وضعیت په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اوسنی نظام یو خپلواک حکومت وباله.
باید یادونه وشي چې پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخول یوه مهمه اړتیا بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سرپرست حکومت د امنیت په تامین او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی دی او د همدې اصل له مخې باید ورسره تعامل وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران، روسیه، چین، هند، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه تل په منځنۍ اسیا کې د ثبات د رامنځته کولو په هڅه کې دي، تر څو له دغو هېوادونو څخه د لوېدیځ له لاسوهنو ډډه وکړي او د دې هېواد د آبادۍ لپاره همکاري وکړي.