افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدیف سره وکتل.
ويل کېږي چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو هوايي اړيکو پر پراختيا، د سړکونو او ترانزيټي ترانسپورت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو د اسانه لېږد او يو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې وشوې.
په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ځمکنیو او هوايي ترانسپورتي اړیکو پراخولو ته لېوال دی او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
له بلې خوا ملا حمیدالله اخندزاده قزاقستان ته د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.