افغان غږ خبری آژانس: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په مکران سمندر او د عدن په خلیج کی د دریو کښتیو پر ضد د میزایلو او ډرون عملیاتو اعلان وکړ.
د یمن د وسله والو ځواکونو په بیانیه کښې راغلي دي: د فلسطین له مظلومو خلکو او د هغه له مجاهدینو سره د مرستې لپاره او همداشان د غزې د خلکو په خلاف د اسرائیلي دښمنانو د جنایتونو او په یمن باندې د امریکې او انګلستان د تیریو په ځواب کښې ترسره شوې.
د سمندري او میزائیلو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په مکران سمندر کې د امریکايي بېړۍ (Maersk Sentosa) په نښه کول او د کروز او بالستیک توغندیو په کارولو سره چې مستقیم هدف په نښه کوي.
د مکران په سمندر کې د (مارتوپولیس) په کښتۍ باندې د څو بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید چې د خدای په فضل سره په دقیق ډول په نښه شو، دغه کښتۍ د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته د ننوتلو د بندیز په اړه د پریکړې څخه د سرغړونې له امله په نښه شوه.
د عدن په خلیج کې د اسراییلي کښتۍ (MSC Patnaree) په نښه کول د څو بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره چې په بریالیتوب سره هدف وویشتل شو.
په همدې حال کې د بریتانیا د سمندري چارو اداره وايي، د یمن په اوبو کې یې د یوې پېښې نوی راپور ترلاسه کړی دی.
د بريتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو سازمان نن چهارشنبه اعلان وکړ چې د يمن په جنوب کې د موخا په څلويښت سمندري کيلومترۍ کې د يوې پېښې په اړه يې راپور ترلاسه کړ.
تر دې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ادعا کړې وه چې د یمن د پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه یې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمه کې نسکوره کړې ده.
په یوه بیان کې چې په "X" پلیټ فارم کې خپره شوې، CENTCOM د یمن د پوځ بې پیلوټه الوتکې په سیمه کې د متحده ایالاتو ځواکونو، ایتلافي ځواکونو او کښتیو لپاره یو لوی ګواښ وباله.