افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل ښار کې د ګرځندوی او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس د پرانیستې مراسم پرون د سرطان په ۲۰مه ترسره شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند مولوي عبدالمتين قانع د امنيت ټينګښت د دولت د جوړيدو يوه اساسي برخه وبلله او ويې ويل هغه امنيت چې نن په ټول هيواد کې شتون لري دقدر وړ دى.
هغه په يوه هېواد کې د امنيت تامين د ټولو ټولنيزو کارونو بنسټ وباله او زياته يې کړه، هغه ټولنه او هېواد چې بشپړ امنيت نه لري، په نورو برخو کې بريالى نه شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د داوود خان له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې هېڅکله هم دا ډول امنيتي حالت نه و او په وينا يې اوسمهال د هېواد ټول ولايتونه له بشپړ امنيت څخه برخمن دي.
ښاغلي قانع اقتصاد د یوې ټولنې او هېواد د دوام او بقا لپاره دوهمه اړینه برخه وګڼله او زیاته یې کړه، که څه هم سرپرست حکومت د نړیوالو راکړو ورکړو په کچه له ګڼو اقتصادي او بانکي بندیزونو سره مخ دی، خو د هېواد اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د هېواد له اقتصادي بنسټونو وغوښتل چې د امنیت په سیوري کې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
د کابل د څلورمې امنيتي حوزې امر مولوي خالد د هېواد له روان وضعيت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې يو وخت په نړۍ کې هيچا د افغانستان پروا نه درلوده، خو اوس نړۍ هڅه کوي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
نوموړي له پانګوالو هم وغوښتل، چې د سوداګرۍ په برخه کې دې لومړی د الله تعالی فرمانونه او دویم د خلکو او هېواد ګټې په نظر کې ونیسي او موخه دې د هېوادوالو خدمت وي.
په کابل کې د ګرځندوى او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس مشر له حکومت څخه وغوښتل چې د ګرځندوی شرکتونو لپاره د جوازونو په ورکولو کې اسانتیاوې رامینځته کړي.