افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم څلور قتلونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۵۲ کسان شهیدان او ۲۰۸ نور ژوبل شول.
د دې پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۲۹۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۸۸ زرو ته رسېدلی دی.
د فلسطیني چارواکو په وینا، په غزه کې شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.