افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سوداګرۍ خونې یو شمېر استازو پرون (چهارشنبه د سرطان ۲۰مه) د دغه وزارت له مولوی عبدالکبیر سره وکتل.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګرو د اتحادیې استازو وویل چې له سوداګرو سره د اسلامي امارت د چارواکو نږدې همکارۍ د دوی ستونزې هوارې کړې دي، سره له دې چې افغان سوداګر له یو لړ ستونزو سره مخ دي.
دوی همدا راز زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د ادارو او سوداګرو اړیکې او همغږي د سوداګرۍ د ودې او په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګونو د جلب لامل شوې ده.
له بلې خوا په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د سوداګرو ملاتړ د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل چې د اسلامي امارت مشرتابه له سوداګرو سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت له تامينولو وروسته د سرپرست حکومت د اوسنيو تګلارو پر بنسټ، د هېواد د اقتصادي وضعيت ښه کول د هېواد د چارواکو له لومړيتوبونو څخه دي.