افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د کابل په خاک جبار او بګرامیو ولسوالیو کې د ۲۲۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه درې شبکې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د اسلامي بانک په مالي مرسته جوړې شوې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه راز دغه وزارت وايي، د دغو شبکو په پرانیستلو سره سلګونه کورنۍ د څښاک له صحي اوبو برخمنې شوې دي.
د
د يادونې وړ ده، چې په کابل ولايت کې د اوبو د کچې د ټيټېدو له امله د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه د دغه ښار د اوسېدونکو تر ټولو ستر ارمان ګرځېدلی دی.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د پنجشېر د بحر له اوبو څخه د دې ولایت د خلکو لپاره د کانال په لاره اچولو او کارولو سره په کابل ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.