افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په پنجشیر ولایت کې د زمردو د لومړنی نندارتون د پرانیستلو خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د زمردو لومړنی نندارتون د ملا محمد یونس په مشرۍ جوړ شو د پنجشېر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ښاغلي اخندزاده، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو عمومي رئیس محمد زبیر دین پرور، د دغه ولایت د مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون موخه د صادراتو پراختیا، له سیمه ییزو کلتورونو سره د لاسي صنایعو نندارې، د مالدارۍ د فارمونو او کرنیزو محصولاتو، د درملو بوټو پراختیا او د کورنیو تولیداتو کارولو ته د خلکو هڅول او د پانګونې جذبول دي.
د يادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولايت د زمردو په لومړي نندارتون کې د درې ورځو لپاره لاسي صنايع، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، غير الکولي مشروبات، د اوسپنې د خړوبولو محصولات، د چاپ صنعت، غالۍ او لبنيات په ٤٨ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.