افغان غږ خبری آژانس: ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له کبله د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کړې ده او ويلي يې دي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.