افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هڅه وکړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
متقي همدارنګه ويلي چې د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي./باختر