افغان غږ خبری آژانس: د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي نیازمحمد تایب د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د زردالوحاصلات زیات شوي او د ګاونډیو ولایتونو په ګډون هند هېواد ته صادرېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې سږکال په پروان کې شاوخوا ۲ زره ۳۴۳ هکتاره د زردالو بڼونه موجود دي له هغې څخه ۱۶ زره ۴۰۱ ټنه زردالو راټولېږي.
د یادونې وړ ده، چې یاد آمریت په ۱۴۰۲ کال کې د اغاخان کمټې په همکارۍ او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ د پروان په شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو کې ۸۲ بزګرانو او په جبل السراج ولسوالۍ کې ۱۷۴ بزرګرانو ته ۵ جریبه د بادامو، ۲۳ جریبه د زردالو، ۵۳ جریبه د مڼو، یو جریبه د ګیلاسو بڼونه جوړکړي دي./باختر