په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې غزنی ، کاپیسا ، زابل، میدان وردک ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند او بغلان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)