دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 105487
افغانستان او متحده عربي اماراتو د ستراتیژیک شراکت سند لاسلیک کړ

تاند- د دوبۍ امیر شیخ محمد بن رشید المخدوم، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ريیس او صدراعظم هم دی، نن په زابیل ماڼۍ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د امارتو د خبري اژانس د راپور له مخې دواړو خواوو په مجموع کې د وروستيو سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي تحولاتو، امنیت او اقتصادي مسایلو او همداراز په سیمه کې د ثبات او پرمختګ د یقیني کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر ډاکتر غني د حکومتي ادارې او ځیرکې حکومتولۍ په برخو کې د متحده عربي اماراتو بریالۍ تجربې ته لېوالتیا وښوده او د دغه هیواد د مشرتابه په هلوځلو یې کلتوري او ښاري پرمختیا وستایله.
د متحده عربي اماراتو مرستیال ريیس د افغانستان او اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په باب د خبرو په مهال وویل چې باید دا اړیکې په تېره بیا د اقتصاد، تجارت او پرمختیايي چارو په برخو کې نور انکشاف وکړي.
دواړو مشرانو په بېلابېلو اقتصادي، تخنیکي، زېربنايي او د ټولنیز پرمختګ په برخو کې د متحده عربي اماراتو د تجربو په رڼا کې او همداراز په افغانستان کې د انکشاف او ودې امکاناتو او مهم موقعیت ته په کتو د ستراتیژیکو اړیکو پر جوړولو تاکید وکاوه.
د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د متحده اماراتو د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر ډاکتر انور بن محمد ګارګاش د ستراتیژیک شراکت سند لاسلیک کړ.
په دې موافقې کې د دوو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو زیاتېدا شامله ده.
ولسمشر غني د متحده عربي اماراتو د سفر په لړ کې په دغه هیواد کې له مېشتو افغان کارګرو سره هم ولیدل.
ده افغانان کارګرو ته وویل چې نور به مستقیماً په خپلو افغاني پاسپورټونو متحده عربي اماراتو ته تګ راتګ کوئ.
ده افغان کارګر وستایل، ویې ویل:«نن په زرګونو افغان کورنۍ ستاسو د زیار او زحمت په نتیجه کې د عزت ژوند لري او په دې خاطر چې په زرګونو کورنۍ مو په پښو درولي دي، ستاسو مننه کوم.»
ولسمشر غني وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به ستاسو لا زیات خدمت وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaamn6049nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته