د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د آستراليا د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن جولي بيشاپ سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوريو د سولې، امنيت، اقتصاد، د تروريزم پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان لپاره د آستراليا هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني مېرمن بيشاپ ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې د آستراليا د ملي ورځې په مناسبت، چې نن وه، مبارکي وویله.
جمهور رئیس د افغانستان د خلکو لپاره د آسترالیا د ځواکونو له قربانيو او د هغه هېواد له مرستو څخه چې له یوې لسیزې څخه له زیاتې مودې راهيسې يې له افغانستان سره کړي دي، مننه وکړه.
د آستراليا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن جولي بيشاپ د خپل حکومت او خلکو په استازيتوب وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږد مهالې همکارۍ لپاره ژمن دی او افغانستان چې په هره برخه کې اړتیا ولري، آستراليا يې د مرستې لپاره چمتووالی لري.
آغلې بيشاپ زیاته کړه چې زموږ یوازينۍ هيله دا ده چې افغانستان په یوه
سوله ييز، ثبات لرونکي او سوکاله هېواد بدل شي.#