دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 108740
په هلمند کې موټربم چاودنې ۷تنه وژلي او ۲۱يي ټپیان کړي
دهلمند په نننۍ موټربم چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یوویشت نورټپیان شوي دي.
د هلمند مرستیال محمد جان رسولیارپه سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، چې ټپيان او وژل شوي ټول عام وګړي یا د ملکي ادارو مامورین دي.
په ټپیانوکې د نادعلي ولسوال، د هلمند د والي ویاند عمرځواک، د هلمند د کرنې ریاست سرپرست او یو شمېر نور کسان شامل دي.
حمله نن د یوولسو بجو په شااوخوا کې د ولایت مقام ته څیرمه هغه مهال د یوه مازدا موټر په وسیله، چې چاودیدونکي توکي په کې بار وو وشوه، چې د ولایت دننه د اختطاف د مخنیوي په هدف غونډه روانه وه.
تراوسه کومې مخالفې ډلې د دې حملې مسولیت نه دی اخیستی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjcdyxw6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته