د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د حل لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کېدو په موخه د شوې موافقې هرکلی کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه توافق د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او له هغه څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې د ۵+ ۱ په هېوادونو کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین،روسیه او آلمان شامل دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)