دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 111882
په ننګرهار کې د (۳) تنو ترهګرو نیول
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د یو پر وخت ګام په ترڅ کې هر یو: - د بغلان ولایت اوسېدونکی روز الدین د حبیب ګل زوی په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د ډلې قاضي - د کاپیسا ولایت اوسېدونکی عنایت الله د نقیب الله زوی د حقاني ترهګرې ډلې د تبلیغاتو مسئول د طالبانو د ډلې له تبلیغاتي پاڼو سره چې په یوه عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې د کابل تورخم په لویه لار نیولي دي.
له دې سره د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو بل ګام په ترڅ کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سیدالرحمن د سورګل زوی مشهور په نوراني د طالبانو د ډلې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مسئول چې په ګنو ترهګریزو بریدونو چې یو له هغو د حصارک ولسوالۍ د شین کندو کلي د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې په برید کې یې لاس درلود؛د حصارک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نیولی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7q9qxak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته