په وروستیو کې د هېواد د ټولیزو رسنیو له لارې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي همکاریو د تفاهملیک له امله اندېښنې خپرې شوې وې، د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره د ملي امنیت لوی ریاست لاندې مراتب خپلو هېوادوالو ته رسوي. لکه څه رنګه چې معمول ده، د حکومتونو د استخباراتي سرویسونو ترمنځ اړیکې او همکاري، د تر نظر لاندې اړینو معضلاتو د حل لپاره، د تعامل، رښتینې همکارۍ او د باور فضا لپاره وي. د ملي امنیت لوی ریاست د دغه تفاهملیک د نهايي کېدو او اجرایوي کېدو لپاره، د افغانستان د ملي ګټو او بهرني سیاست سره سم او د دغه تفاهملیک د مشروعیت په موخه لاندې پنځه پړاوونه اړین ګڼي.
لومړی پړاو: د افغانستان د جلالتماب ولسمشر لخوا د دغه تفاهملیک د چوکاټ، صلاحیتونو او حدودو ټاکل.
دویم پړاو: د د دولت د ذیدخلو ارګانونو (د ملي امنیت لوی ریاست، د بهرنیو چارو وزارت، د حکومت د اجراییه ریاست او د ملي امنیت شورا) چې دغه ډله مستقیماً ولسمشر ته راپور ورکوونکې ده؛ د دغه ټیم لخوا د تفاهملیک د متن تسوید او تدقیق.
درېیم پړاو: د ملي امنیت شورا په ناسته کې د تفاهملیک پر مسوده بحث.
څلورم پړاو: د د سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د خلکو د منتخبو استازو په ګډون د ملي اجماع په رامنځ ته کولو سره مشورتي بحث.
پنځم پړاو: د پاکستان دولت لوري ته د تفاهملیک د متن سپارل. د ملي امنیت لوی ریاست ژمن دی، چې له بهرنیو سرویسونو سره په هر ډول تعامل کې به د افغانستان ملي ګټې مخکښې بولي او د هېواد پر وړاندې مصلحتونه به په پام کې نیسي.