دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 112945
۴۹ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کاپیسا، تخار، کندز، کندهار، ارزګان، غزنی، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۴۹ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۳۰ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، یو کړۍ ماین چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند ولایت په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شو .
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkinzm23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته