د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د هلمند ولایت له یو شمېر مخورو او استازو سره وکتل.
د هلمند ولایت قومي مشرانو او استازو د ملي امنیت سلاکار ته د یاد ولایت په شمالي ولسوالیو کې د ناامنیو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او له هغه یې وغوښتل، چې د امنیتي سکتور له وزراتونو او ولسمشر سره د هلمند ولایت ستونزې شریکې کړي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په یاد ولایت کې د پام وړ پرمختګونه لري او د دښمن د ځپلو په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې د دوامدار ثبات د رامنځته کولو لپاره د سیمه ییزې حکومتولۍ د بنسټونو حضور او فعالیت اړین دی او دولت به د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کې د حکومتولۍ د بنسټونو حضور پراخ او د خدماتو د عرضې بهیر موثریت ته توجه وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هلمند ولایت قومي مشرانو او استازو ته ډاډ ورکړ، چې دولت به په هلمند کې د اقتصادي پروژو په پلي کولو خلکو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.
د ملي سلاکار و ویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر د هلمند ولایت وضیعت له نژدې څاري او د وروستیو پېښو په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)