دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 116811
ننګرهار: داعش د اچین ولسوالۍ پرڅو امنیتي پوستو ډله ییزه حمله کړې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داعش وسله والو نن سهارد اچین ولسوالۍ پرڅو امنیتي پوستو ډله ییزه حمله کړې چې اوس هم روانه ده.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې افغان سرتیري د داعش وسله والو د حملې په مقابل کي سخت مقاومت کوي.

مجاهد په دغه جکړه دواړو لورو ته اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

بل خوا په سیمه کې یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم او ږغ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې داعش وسله والو د سرحدي ځواکونو څخه دوه امنیتي پوستې نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf90ffyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته