دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 116891
د تروریزم ملاتړي له ترورستانو او قاتلینو څخه ملاتړ نه کولو
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډي په حاشیه کي د انګلستان له خارجه وزیر فیلیپ هامونډ سره ولیدل.
په دې لیدنه کی د افغانستان او انګلستان ترمنځ د ملکي او نظامي ملګرتیا، د هیواد د امنیتي او سیاسي وضعیت او د تروریزم سره د سیمه ییزو همکاریو پر زیاتوالي بحث وسو.
د هیواد اجرائیه رئیس په دې لیدنه کي د تېر کال په ترڅ کي پر امنیتي وضعیت، کورنیو او بهرنیو خطرونو او د تروریزم لخوا تازه پېښو سوو خطرونو سره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مبارزې خبري وکړې.
هغه د افغان ځواکونو فعالیتونه فوق العاده مهم او بریالي وګڼل او زیاته یې کړه، چي ددې ځواک د ښه کار په نتیجه کي ترورستان او د هغوی ملاتړ کوونکي، خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېدل.
د نوموړي په خبره، چي حکومت په تېر یوه کال کي د تروریزم له ملاتړ کوونکو او روزونکو سره هم کار وکړ، څو د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي، خو دې هڅو مطلوبې پایلې له ځان سره نه لرلې.
اجرائیه رئیس وویل، افغانستان له خپلو متحدینو هیله لري، چي د تروریزم ملاتړي له ترورستانو او قاتلینو څخه ملاتړ نه کولو ته اړ باسي، څو افراطیت او تروریزم په بېخ کي له منځه ولاړ سي.
د انګلستان د بهرنیو چارو فیلیپ هامونډ د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د افغان حکومت د اصلاحاتو له لړۍ او تازه ګامونو ملاتړ وکړ.
هغه وویل، چي دغه ډول ګامونه اساسي حل ته لار اماده کوي او دوی هم د ورته فعالیتونو توقع لرل.
نوموړي زیاته کړه، چي دوی د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره خپلو هکاریو ته ژمن دي او هیله لري، چي د مشترکو هڅو په نتیجه کي لازمي پایلې تر لاسه کړي.
ښاغلي هامونډ د افغان ځواکونو فعالیتونه هم وستایل او زیاته یې کړه، چي تېر یوه کال کي ددې ځواک ښه کار، پخواني افکار غلط ثابت کړل.
د افغانستان د اجرائيه رئیس او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په ننۍ جلسه کي د وریښمو تنګي د بیارغوني، له پاکستان سره د افغانستان پر اړیکو او د افغانستان لپاره پر سته اقتصادي او ټرانزیتي فرصتونو هم بحث وسو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb90b88rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته