د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي پروژوې د پلې کیدو په اړه، هوکړې ته ورسیدل. د دغې هوکړې له مخې به یادې پروژې ته 50 میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق له لارې چې د نړیوالو مرستو د تمویل مسؤولیت لري، د پنځو کلونو(2015-2020) په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت ته ورکول کیږي او نړیوال بانک به د هغې اداري چارې پرمخ بیایي.
د یادې پروژې په پلې کیدو سره به د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونونو د سیستمونو اساسي ظرفیت په ځینو تحصلیي پروګرامونو کې د لومړیتوبونو پر اساس لوړ کړل شي. په دغو تحصیلي پروګرامونو کې د فزیک او سائنس، کمپیوټر سائنس، انجنري، طب، چاپيریال ساتنې، ارتباطاتو او اطلاعاتو، اداري او پالیسي او د انګلیسي ادبیاتو اړونده څانګې شاملې دي.
د لوړو زده کړو پراختیایي پروژې د پلې کیدو څخه هدف دادی چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو کیفیت ښه والی پیدا کړي چې په ترڅ کې به یې د اقتصادي ودې له پاره په تحصیلي پروګرامونو کې د شمولیت کچه زیاته شي، د لوړو زده کړو د ملي پلان سره سم به د پوهنتونونو د ستراتیژیکو پلانونو د تطبیق څخه څارنه وشي او د هغو اکاډمیک غړو شمیر به زیات شي چې رسمي دنده ولري او د د ماسټرۍ تر کچې زده کړې ولري.
تمه کیږي چې ددې پروژې په پلې کیدو سره به د 50000 په شاوخوا کې محصلین او نژدې 10000 د پوهنتونونو اکاډمیک غړي، مدیران او تخنیکي کارکوونکي برخمن شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)