دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 117773
اجرائیه رئیس په افغانستان کي د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره پر راتلونکو همکاریو خبري وکړې
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان کمبل سره د افغان او نړیوالو ځواکونو پر راتلونکو همکاریو خبري وکړې.
په دغه لیدنه کي له 2016 میلادي کال وروسته په افغانستان کي د پاته کېدونکو سرتیرو په اړه د امریکايي ادارې پر وروستۍ پرېکړه او له تروریزم سره په مبارزه کي یې د اهمیت په اړه هم خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي ننی افغانستان د نړۍ لپاره یو با اعتماده ملګری دی او اړتیا ده، چي نړۍ ورسره د تروریزم پر ضد په اعتماد سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، چي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازي سر له ترورستانو سره مبارزه کوي او په دې مبارزه کي د بریا لپاره ضروري ده، چی نړیوال همکاران یاد ځواک تمویل او تجهیز کړي.
په دغه لیدنه کي د هیواد په بيلا بيلو برخو کي د ترورستانو پر ضد د چاڼیزو او محاربوي عملیاتو او پکښي د بهرنیو پوځیانو د ونډي په اړه هم بحث وسو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzzb8frhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته