دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 118862
جمهور ریس غني د ملي پولیسو یو شمېر لوړ پوړو قوماندانانوسره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني تېر ماښام د کورنیو چارو وزارت یو شمېر منسوبینو اوقوماندانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د سرحدي ځواکونو رئیس ارکان پاسوال عبدالفتاح فروغ او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو قوماندان مل پاسوال سیدمحمد روشن دل د هغه وزارت د منسوبینو په استازیتوب د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو، لاسته راوړنو او روحیې په هکله خبرې وکړې او د جمهور رئیس له همېشنۍ پاملرنې یې مننه وکړه.

هغوی له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي ځواکونو د تیاري او رزمي مورال لرلو په هکله جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ.

وروسته جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې پرمهال وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ارامي او دفاع په خاطر زیاتې قربانۍ ورکړي له همدې امله باید د شهیدانو کورنۍ وپالل شي.

د هېواد جمهور رئیس اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو د کورنیو د پالنې د څرنګوالي په هکله هره اونۍ بشپړ راپور ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د هېواد جمهور رئیس له امکاناتو څخه د ښې ګټه اخیستنې په هکله وویل، له شته سرچینو څخه باید د ملي پولیسو د تجهیز لپاره سمه او په شفافه توګه ګټه واخیستل شي او د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو موضوع په شفاف ډول اداره شي.

جمهور رئیس وویل، د ملي پولیسو لپاره باید د ښوونې او روزنې ښه شرایط برابر شي او د جلب او جذب په برخه کې کاغذ پراني ختمه او اداري پروسه اسانه شي، تر څو د امنیتي ځواکونو په لیکه کې ځوانان په اسانه جذب شي.

جمهور رئیس محمداشرف غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په څو راتلونکو میاشتو کې دې د ملي پولسو په ټولو برخو کې دقیقه او سرتاسري موجودي ترسره شي. هغه زیاته کړه، د تجهیزاتو د زیاتوالي او د استحکام د ښه والي په خاطر دې ټولې امنیتي پوستې له سره وکتل شي.

جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په زیاته همغږي او انسجام ټینګار وکړ او وې ویل،باید ګډ تحرک ولرئ او خپل کاري راپورونه په دقیقه او هر اړخیزه توګه برابر کړئ.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په ولایتونو کې باید د انسان تښتونې مخنیوی وشي، او د انسان تښتونې اړوند مسایل په خپله مطالعه کوي او ټولو امنیتي ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

په پای کې جمهور رئیس د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي د امنیه قوماندان شهید سمونوال عبدالمجید کورنۍ ته د ده د سرښندنې په درناوي، چې څه موده وړاندې د افغانستان دښمنانو شهید کړ ، د یو درې اطاقه اپارتمان کیلۍ ورکړې.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0wb85rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته